سوداګریز ارزښتونه
په نړي کې د مخکښې مخابراتی تکنالوژی سره ستوګن کیدلو په موخه موږ د سلام مخابراتی شبکی سوداګریزو چارو او ارزښتونو ته ژمن یو کوم چې په لاندې ټوګه یاد شوي دي:
· په کورنیو او بهرنیو معاملو کې ریښتینولي
· په خدمتونو کې روڼوالی او هم د بستو نه محدودیت
· پیرودونکو ته د ملګرتوب په فضاء کې د هېواد په هر ګوټ، هر وخت د مخابراتی اړتیاوو برابرول
· په خدمتونو کې نوښت ترڅو د مخابراتي سکتور د سوداګرۍ اساسي کړۍ و اوسو
· د سوداګرۍ ټولنیز مسؤولیت ته غاړه اېښودل ترڅو په افغانستان کې د ټولنې خدمت وکړو او د سوداګرۍ ریښتینو کړو وړو ته پراختیاء ورکړو