اداره او زموږ کاری ټیم
زموږ اداره
سلام مخابراتی شبکه ځوان کاری ټیم لري، چې په هغو کې د افغانستان ځینې تر ټولو نوښتګر ګډون لري. زموږ کاری ټیم له باکفایته او مسلکي اشخاصو څخه جوړل شوی دی، چې په بېلابېلو برخو کې د تخصص په درلودلو او په بشپړه حوصله او ځواک سره خپلې دندې ترسره کوي، نوموړی کاري ټیم د خپلو دندو په ترسره کولو کې کافی او لازمې تجربې لري.
زموږ کاری ټیم
زموږ د پانګونې ارزښت له کاري تګلاري څخه عبارت دي، چې دا ارزښت د لیاقت، کوښښ، هڅو او زموږ ټیم د یووالي پر بنسټ ولاړه دي. زموږ د کاري ټیم جوړښت د شبکه د بریالیتوب اساس بلل کیږي. موږ هوډ لرو چې له افرادو څخه یو داسې کاري ټیم جوړ کړو، چې په ریښتینې توګه زموږ سوداګریز او دودیز ارزښتونه وپیژنې. زموږ د کاري ټیم هر غړی د یو لړ مسئولیتونو په درلودلو او د ګډو موخو په پېژندلو سره په خپل ذات کې یو مشر او رهبر بلل کیږي، موږ په دې باوري یو، چې مشري اهدا شوی لقب نه، بلکې یوځانګړی سلوک او چلند دی او همداراز یووالی د پرمختګ پر لورې د بریالیتوب ځانګړتیاء ګڼل کیږي.